د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د غزني د ولايتي شورا ډېرى غړي خپلو دندو ته نه راځي"

"د غزني د ولايتي شورا ډېرى غړي خپلو دندو ته نه راځي"

Nov 12, 2017 - 15:59

غزني ښار (پژواک، ٢١ لړم ٩٦): د غزني د ولایتي شورا منشي حسن رضا يوسفي وايي چې د شورا ډېری غړي له مياشتو مياشتو راهيسې دندې نه دي راغلي.

هغه زياتوي چې د ولايتي شورا غړي خپل مسووليتونه په سمه توګه نه ترسره کوي.

دغه راز د دغه ولايت اوسېدونکي هم نيوکه کوي چې په ورځو ورځو دوى ته منتظر وي، څو خپلې ستونزې د ولايتي شورا له غړو سره شريکې کړي.

د غزني د ولایتي شورا منشي حسن رضا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د شورا نيمايي غړي خپلو دندو ته نه راځي.

د يادونې ده، د غزني ولايتي شورا   ۱۹ غړي لري.

د ولايتي شورا منشري وايي، دا کسان د يو شمېر زورواکو او سیاسي ډلو له لوري ملاتړ کېږي؛ نو ځکه د خپلو دندو په کیسه کې هم نه دي او کوم مسوولیت چې د خلکو پر وړاندې لري، نه يې ادا کوي.

يوسفي وايي: ((داسې وکیلان هم لرو چې له تېرو څو مياشتو راهيسې دندې ته نه دي راغلي، خپل معاش هم ځان ته نه حلالوي.))

د هغه په وينا، دغه وکیلان باید خپلې دندې وپېژني او د قانون له مخې خپلو دندو ته راشي او کومه لوړه يې چې په لومړۍ ورځ کړې، پرې عمل وکړي.

يوسف وويل چې خلک له ولایتي شورا نا هیلې شوي او پر خپلو وکيلانو يې باور هم له لاسه ورکړى دى؛ ځکه چې دوى د خپلو خلکو هېڅ خدمت نه دى کړى.

د دغه ولايت يو اوسېدونکى رسول خان چې ولايتي شورا ته د تذکرې د تاييد پاڼې لاسلیک لپاره راغلی، وايي چې له څلورو ورځو راهيسې دلته راځي، انتظار باسي، خو څوک يې کار نه کوي.

هغه زياته کړه: ((ځيني وکيلان لس بجې راځي، خو هغوى وايي چې ستاسو د سيمې وکيل بايد دا تاييد کړي.))

د غزني ښار اوسېدونکی محمد کاظم رسولي وايي، له کومې ورځې راهيسې چې ولايتي شورا جوړه شوې، له هغې ورځې د شورا غړي پوره نه دي راغلي.

نوموړى وايي چې د ولايتي شورا وکيلان د خپلې اصلي دندې پر ځاى پر نورو کارونو بوخت دي او د خلکو ستونزو ته هېڅ ډول پاملرنه نه کوي.

د غزني د ولايتي شورا رييس خالقداد اکبري دا خبرې ردوي چې ګواګې ولایتي شورا غړي دې دومره غير حاضر وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، کوم وکیلان چې نشته، هغه ولسوالیو او يا هم مرکز ته په رسمي کارونو پسې تللي دي.

نوموړی وايي: ((د خلکو ستونزو ته مو پوره پام دی، کوم کسان چې راځې ستونزې يې موږ دولت ته رسوو.))

د اکبري په وينا، د غزني ولایتي شورا تل هڅه کوي ترڅو دغزني دخلکو ستونزې له نږدې وويني او د حل لارې ورته پيدا کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement