د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيکا خلکو پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د لګولو پر ضد لاريون وکړ

د پکتيکا خلکو پر ډيورنډ کرښه د اغزن سيم د لګولو پر ضد لاريون وکړ

Nov 12, 2017 - 19:53

ښرنه (پژواک ٢١ لړم ٩٦): د پکتيکا ولسونو د لاریون په ترڅ کې په ډيورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن سيم په لګولو نيوکې وکړې او هم يې په تذکرو کې د "اسلام" او "افغان" کلمو د ليکلو ننګه وکړه.

دغه لاريون چې د سهار په نهو بجو پيل او تر ماښام ناوخته يې دوام وکړ، د پکتيکا ولايت له مرکزه پيل او د يوسف او خيرکوټ ولسواليو ته وغځېد چې د زرګونو خلکو پر ګډون سربېره، د سلګونو موټرو له خوا چې د افغانستان بيرغونه ورباندې لګېدلي وو، بدرګه کېده.

د دې لاريون يوه ترتيبوونکي او د مېلمه مدني بنسټ مشر يعقوب خان منظور په دې اړه وويل، پاکستان په دې وروستيو کې په سرحدي ولايتونو په ځانګړي ډول د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په سيمه کې اغزن سيمونه او کټارې جوړوي چې په وړاندې يې د افغان دولت چوپتيا دوی اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړه، که دولت نه شي کولای د دې ولايت سلګونو ځوانانو له خپلی خاوري د دفاع په موخه له دوى سره نومونه ثبت کړي او ولسونه مجبوريږي چې نور په خپله د خپل ځان او خاورې ساتنه وکړي.

د کټواز لوري مدني فعال او د لاريون تنظيموونکی خورشيد امان کټوازي هم په خپلو خبرو کې وويل، د ډيورنډ ټپل شوې کرښه افغانانو ته هيڅ ارزښت نه لري او پاکستان دې د اغزن سيم او کټارو له لګولو لاس په سر شي.

د ده په وينا، د برتانيا د سفير وروستيو څرګندونو د دې ولايت ولسونه غوسه کړي او وايي، دغه کرښه هم د دوی له لوري تپل شوې او اوس بیا غواړي خپلو تېرو کړنو ته په کتو حرکت وکړي.

نوموړي زياته کړه، له همدي امله لاريون کوونکو د دې هېواد بيرغ ته هم اور ورته کړ.

قومي مشر عبدالله خان وويل، د دې ولايت ولسونه د ولسي جرګې په هغه پرېکړې هم غوسه دي چې په برېښنايي تذکرو کې دې د اسلام او افغان کلمه نه ليکل کېږي او زياتوي چې که دا کار وشي، د پکتيکا او لويې پکتيا هيڅ اوسېدونکی به تذکره وانخلی او له دولت سره به فاصله ونيسي.

لاريون کوونکو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې ليکل شوي و، چې افغان دولت دې د پاکستانيو مليشو د اغزن سيم او کټارو لګولو مخه ونيسي او يا دې هم دوی ته اجازه ورکړي چې مخه يې ونيسي.

دوى دغه راز د برتانيان له هېواده هم غوښتي چې تېرې کړنې دې نه تکراروي.

د پرېکړه ليک په يوه بله برخه کې راغلي، چې افغان دولت،ولسي جرګه او مشرانو جرګه دې په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمه ځاى په ځاى کړي، که نه دوى به هيڅ تذکرهوانخلي او له دولت سره به فاصله پيدا کړي.

د يادونې وړ ده، چې د دې لاريون په پاى کې کابو درې زرو ځوانانو په خپله خوښه د دې لپاره خپل نومونه ثبت کړل چې د پاکستانيو مليشو له خوا پر کرښه د اغزن سيم او کټارو لګولو مخه ونيسي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement