د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې د ټرانسپورټ ادارې شپږ کار کوونکي بيا ځلي له دندو څخه لرې کړى شول

په هرات کې د ټرانسپورټ ادارې شپږ کار کوونکي بيا ځلي له دندو څخه لرې کړى شول

Nov 12, 2017 - 20:18

هرات ښار (پژواک،٢١لړم٩٦): د هرات د ټرانسپورټ ادارې شپږ کارکوونکي چې د ولسمشر د حکم له مخې له دندو څخه لرې کړى شوي وو، خو خپلو دندو ته يې دوام ورکاوه، نن د ټرانسپورټ د سرپرست وزير له خوا يوځل بيا له دندو څخه لرې کړى شول.

دغه کسان تېر کال د ولسمشر غني له خوا د استول شوي پلاوي له تحقيقاتو وروسته د اداري فساد په تور له خپلو دندو څخه لرې کړى شوي وو، خو په کابل کې د څه وخت له تېرولو وروسته يې په دغه اداره کې بيا خپل کارونه پيل کړل.

خو د ټرانسپورټ وزارت سرپرست محمد حميد طهماسي، نن هرات ولايت ته په خپل سفر کې دغه کسان يوځل بيا له خپلو دندو څخه لرې کړل.

نوموړي نن په هرات کې په خبري غونډه کې له اداري فساد سره پر جدي مبازې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دغه کسان د ده له ماموريت مخکې وزارت ته راغلي وو.

ده زياته کړه: "هغه کسان چې په مکتوب کې يې د دغو شپږو کسانو د معرفي کېدو له امله لاسليک کړى دى، په جدي توګه تر قانوني تعقيب لاندې نيول کېږي. "

هغه په ټرانسپورټ اداره کې د دغو کسانو د بيا ځلي ګومارل کېدو په برخه کې د وزارت په کچه د جدي پلټنو ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل: "موږ د کادري اصلاح پر پروګرامونو کار کوو او ټولې هغه ژمنې به عملي کړو چې کړې مو دي."

د ټرانسپورټ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې د هرات ښار په دروازو کې به د مسافرو او بار وړونکو ترمينالونو کې د ټرانسپورټي بنسټونو د جوړېدو لپاره هڅې وکړي.

د هرات ځايي اداره ټينګار کوي، له هغو کسانو سره دې قانوني چلند وشي چې په ټرانسپورټ وزارت کې يې د دغو کسانو سره يې د بيا ګومارل کېدو په برخه کې مرسته کړې ده.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل: "وروسته له دې چې د ولايت مقام دغه موضوع له ټرانسپورټ وزارت سره شريکه کړه، ښاغلي طهماسي هرات ولايت ته سفر وکړ او د هغو کسانو د لرې کېدو اقدام يې وکړ چې پخوا د ولسمشر له خوا له دندو څخه لرې کړى شوي وو."

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې اوسمهال هم د هرات په لويو لارو او ګمرکونو کې مالي او اداري فساد شته او څه وخت مخکې ولسمشر غني هرات ولايت ته په خپل سفر کې د دغه ولايت په لويو لارو او ګمرک اداره کې د فساد د شتون له امله اندېښنه په ډاګه کړې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement