د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د بيان ازادۍ زرغون قلمرو ته ننوت

افغانستان د بيان ازادۍ زرغون قلمرو ته ننوت

Nov 13, 2017 - 11:45

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): افغانستان د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او ښوونيز سازمان په وروستۍ ناسته کې د بيان ازادۍ زرغون قلمرو ته داخل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې افغانستان د يونسکو په وروستۍ ناسته کې چې پاريس کې جوړه شوې وه، په کې د  هېوادونو د بيان ازادۍ وضعيت و څېړل شو او د هېوادونو د درجه بندۍ له مخې افغانستان د بيان ازادۍ زرغون قلمرو ته داخل شوى دى.
سرچينې زياته کړه، دا موضوع څرګندوي چې په افغانستان کې نظام او خلکو ته د جګړې او نا امنيو له امله پر ور پېښو ستونزو سربېره هم د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو د خونديتوب لپاره هڅې روانې دي.

په اعلاميه کې راغلي چې د بيان ازادۍ نه ساتنه، خبريالانو ته د خونديتوب رامنځته کول او د رسنيو او رسنيزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ګواښ مخنيوى دا حقيقت څرګندوي چې د بيان ازادي د ځينو کسانو پر هڅو سربېره هم خپله لار وهي.

سرچينې وويل چې فاضل سانچارکي د يونسکو ناسته کې چې په پاريس کې يې د افغانستان استازولي کوله، ويلي، وروسته له هغه چې د رسنيو او حکومت ګډه کمېټه د ژورناليستانو د بنسټونو پر وړانديز جوړه شوه، له خبريالانو سره د تاوتريخوالي قضيو د څېړنې په تړاو يې اغېزناک ګامونه اوچت کړي دي.

د افغانستان د ژورنالېستانو د دفاع کمېټې مشر عبدالمعيد هاشمي وويل چې لا هم په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيزو کارکوونکو لپاره هېواد خوندي نه دى، سره له دې چې دولت په هېواد کې په تپل شوې جګړه کې راښکېل دى، تر څنګ يې بايد له خبريالانو سره د تاوتريخوالي، ګواښ او وژنې قضيو ته پاملرنه وکړي.

افغانستان د دغه لړليک له مخې له سره قلمرو نه شنه قلمرو ته داخل شوى چې دا په هېواد کې د اهل رسنيو او بيان ازادۍ لپاره يوه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement