د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې څلور ځانمرګي بريدګر وژل شوي

په کندهار کې څلور ځانمرګي بريدګر وژل شوي

Nov 13, 2017 - 14:35

کندهار ښار (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): چارواکي وايي چې په کندهار ولايت کې څلور ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضياء دراني د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه په معروف ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو يو هاموې موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړى و  او غوښتل يې چې  د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ او امنيې قوماندانۍ ډله ييز بريد وکړي.

د دراني په وينا، بريدګر د پوليسو له خوا پېژندل شوي وو او موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې هاموې موټر ته د انجنيرۍ ټېم له خوا چاودنه ورکړل شوه.

دى وايي چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement