د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د ولايتی شورا د غړي قهار قدير پرضد لاريون وشو

د ننګرهار د ولايتی شورا د غړي قهار قدير پرضد لاريون وشو

Nov 14, 2017 - 14:12

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۶): د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړي قهار قدير پر ضد لاريون وکړ او هغه يې د دوی د ځمکو په غصب تورن کړ.

دوی چې مرګ په قهار قدير او مرګ په غاصبينو چغې وهلې د لړم په ۲۳مه نږدې غرمه مهال د ننګرهار ولايت مقام مخې ته را ټول شوي وو او د ولايتي شورا د دغه غړي د نيولو غوښتنه يې کوله.

د لاريون يو تنظيمونکي او د سره رود ولسوالۍ د غوچکو د قومي شورا مشر رفيع الله عزيزي  د لاريون پرمهال خپل ګريوان او ټول کميس هم څيرلی و.

هغه د ولايتي شورا له غړي قهار قدير څخه د شکايت ترڅنګ د سره رود ولسوالۍ امنيتي او دولتي مامورين هم په دغه موضوع کې پر ناغېړۍ تورن کړل.

دی وايي، مشکل د غوچکو په هغه قومي ځمکه رامنځته شوى چې دوی د دغې سيمې د پارک، هديرې، بې کوره خلکو ته د کورونو او مړي ژوندي په خاطر له کانال څخه اخيستې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ولايتي شورا غړی قهار قدير له خپل زوره  په استفادې د دوی ځمکې غصب کوي او ځان ته په کې ځايونه جوړوي.

هغه نيوکه وکړه چې موضوع يې د سره رود ولسوالۍ ته عرض کړې؛ خو هغوی په دغه برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د لاريون يو بل ګډونوال صفت الله وايي چې تېره شپه پرې ډزې هم شوي او د قهار قدير له لوري دوی ته د مرګ ګواښونه هم شوي دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د ننګرهار ولايتي اداره دې د دوی ستونزه حل کړي، که  نه نو دوی به خپل شکايت د ارګ تر دروازو ورسوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت چې د يادو لاريون کوونکو د ستونزو اورېدو په موخه د لاريون ځای ته ورغلی و، لاريون کوونکو سره ژمنه وکړه چې تر راتلونکې يکشنبې ورځې به يې ستونزه حل کړي.

په سيمه کې د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات هم موجود و. پژواک هڅه وکړه چې د هغه نظر هم له ځانه سره ولري؛ خو له خبرو کولو يې ډډه وکړه.

خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل ، د ستونزې د اورېدو په موخه د ولايتي شورا رييس او د ولايت اداري رييس لاريون کوونکو ته استول شوي او ستونزې يې اورېدلې دي.

دی وايي، ياد اشخاص به د لاريون کوونکو ستونزې له والي سره شريکوي او بيا به يې د حل په موخه لارې چارې لټول کېږي.

پژواک دا هڅه هم وکړه چې د ولايتي شورا د غړي قهار قدير نظر هم له ځانه سره ولري؛ خو تر بيا ځلې هڅو وروسته هم ورسره په اړيکه ټينګولو بريالى نه شو.

که څه هم په ننګرهار کې د ځمکو غصب تر جوماتونو ورسېد؛ خو دا لومړی ځل دی چې د دغه ولايت خلک د غاصبينو پر ضد دا ډول ګام پورته کوي.

د يادونې ده چې ولسمشر اشرف غني يو کال مخکې ننګرهار ته د سفر پر مهال ځايي امنيتي چارواکو ته امر کړى و چې د ځمکو غاصبين وولي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement