د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هېواد په کچه د ښارونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده

د هېواد په کچه د ښارونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده

Nov 14, 2017 - 17:58

کندهار (پژواک، ۲۳ لړم ۹۶): په کندهار کې د ښاروالانو په ملي کنفرانس کې د هېواد په کچه د ښارونو پر اوسني وضعیت اندېښنه وښودل شوه او ټینګار وشو چې په ښارونو کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره باید ډېر کار وشي.

د ښاروالانو ملي کنفرانس چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښاروالانو تر څنګ د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل او یو شمېر نورو چارواکو او مخورو په کې ګډون کړی وو، نن په کندهار ښاروالۍ کې جوړ شوی و.

د دغه کنفرانس موخه د ښارونو د روان وضعیت د ستونزو څېړنه، د حل لارو په ګوته کول او مطالعاتي سیر و.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل کنفرانس ته په خپله وینا کې وویل، د ښاروالانو د ملي کنفرانس موخه دا ده چې د هېواد په کچه د ښارونو روان وضعیت وڅېړل شي او شته ستونزو ته حل لارې په توګه شي.

هغه زیاته کړه، د هېواد په کچه د ښارونو وضعیت په ښه حالت کې نه دی چې د بدلون او سمون لپاره یې ډېر کار ته اړتیا ده.

د ښاروالیو چارو معین عبدالباقي پوپل وویل، د هېواد په کچه ډېرو ښاروالانو د اړوندو ښارونو د پرمختیا لپاره ډېر کار کړی، خو د کندهار ښاروالي انجنیر روښان ولسمل تر ټولو وړاندې دی.

ده زیاته کړه، کندهار ښاروال او ټیم یې توانېدلی چې خپل عواید ۳۰۰ سلنه ډېر کړي او د ښار په ۱۵ ناحیو کې متوازنه پرمختیا رامنځته کړي.

پوپل خبر ورکړ چې که د هېواد په کچه د ښاروالیو خدمات او د حکومتولۍ اړوندې چارې له تېرو دوو نیمو کلونو راهیسې وڅېړل شي، نو د مخکنیو کلونو په پرتله په کې ډېر ښه والی راغلی دی.

دی وايي، د پخوا په پرتله د ښاروالیو عواید لوړ شوي، د خدماتو په وړاندې کولو کې سرعت او کیفیت ډېر شوی او د ښاروالیو د کاري ټیمونو وړتیاوې لوړې شوي دي.

نوموړي له تاجرانو، مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او عامو ښاریانو وغوښتل چې د خپل ژوند د ښه والي په موخه د خپلو ښاروالیو ملاوې وتړي.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د کندهار ښاریانو د ښار په پرمختیا کې ډېر ونډه اخیستې او د تېر په پرتله دغلته په پراخه کچه د بیارغونې کارونه شوي دي.

دی وايي، د بریالیو ښاروالیو راز دا دی چې له ولس سره ګډه ژبه پیدا کړي.

د کندهار ولایتي شورا رییس سید جان خاکرېزوال هم د کندهار ښاروال وستایه چې د کندهار ښار بڼه یې بدله کړې، خو له هغه یې د نور ډېر کار غوښتنه وکړه.

د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل وویل، ښاروالۍ په هر ولایت کې د ملا د تیر رول لري، د چاپېریال په ساتلو، اسانتیاوو برابرولو، د ورځینو چارو ښه تنظیم او ورته نورې چارې ټولې د ښاروالیو مسوولیت دی.

هغه وویل، د هېواد په کچه په کلیو کې د ژوند اسانتیاوې نشته او ورځ تر بلې خلک ښارونو ته مخه کوي چې باید تدابیر ورته ونیول شي.

د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښاروالانو په استازولۍ د غور د فېروزکوه ښاروال سیاوش په کندهار ښار کې د کندهار ښاروالۍ وروستي پرمختیايي کارونه وستایل او هغه یې بې ساري وګڼل.

ده وویل، کندهار ته راغلي ښاروالان به د ښاروالۍ اړوند د حکومتولۍ په چارو کې خپلې تجربې شریکې کړي.

د یادونې ده چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو ښاروالان به تر راتلونکې پنجشنبې په کندهار ښار کې پاتې شي، څو دغلته د روانو پرمختیايي پروژو څخه لیدنه وکړي او ویې ارزوي.

دا لومړی ځل دی چې په کندهار کې د هېواد د څلور دېرشو ښاروالانو ملي کنفرانس جوړېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement