د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

عشق اباد کې د "لاجورد لارې" پنځه اړخيز هوکړه ليک، لاسليک شو

عشق اباد کې د "لاجورد لارې" پنځه اړخيز هوکړه ليک، لاسليک شو

Nov 15, 2017 - 18:53

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): د لاجورد لارې پنځه اړخيزه هوکړه ليک، چې د افغانستان په ګډون د غړو هېوادونو ترمنځ د ډېرو ترانزيټي او اقتصادي اسانتياوو رامنځته کولو لامل کېږي، د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې لاسليک شو.

 د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د لاجورد لارې پنځه اړخيزه هوکړه ليک نن د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني، د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير او د وزيرانو شورا د رياست لومړي مرستيال رشيد ميريدوف، د اذربايجان اورګاډي پټليو د سهامي شرکت رياست لومړي مرستيال عليرضا سليمانوف، د ګرجستان د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزير لومړي مرستيال ميخاييل جانليدز او د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال احمد يلديز ترمنځ د ياد هېواد پلازمېنې عشق اباد کې د افغانستان په اړه د سيمې اقتصادي همکاريو اوومې غونډې (رکا) په څنډه کې لاسليک شو.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي  چې د ياد هوکړه ليک په ښه توګه عملي کولو سره به د ترانسپورټي بنسټونو ساده کولو، د ګمرکونو د کاري لړۍ همغږي کولو، د سوداګرۍ زياتولو، د هغو هېوادونو د وګړو لپاره د کاري زمينې او اړيکو زياتولو چې له ياد ترانزيټي دهليز ګټه پورته کوي، د ګټې اخيستو زمينه برابره شي.

 سرچينې د لاجورد لارې هوکړه ليک د رکا پروژو له لومړيتوبونو بللې او ويلي يې دي، چې د دغه هوکړه ليک لاسليکول د رکا لپاره يوه ستره لاسته راوړنه ده.

مسوول چارواکي وايي چې دهليز د افغانستان له تورغنډۍ او اقينه بندرونو پيل او د ترکمنستان له ترکمن باشي بندر سره نښلول کېږي. د افغانستان سوداګريز مالونه له همدې لارې د خزر له بحيرې څخه له تېرېدو وروسته د اذربايجان هېواد له باکو بندر او له هغه ځايه بيا د ګرجستان له بوټي او باتومي بندرونو او بيا د ترکيې هېواد  قارس بندر ته لېږدول کېږي، چې په پايله کې به په کښتيو کې اروپايي بندرونو او بالکان ته باريږي.

 د خپلواکو بنسټونو د مطالعو پر بنسټ، دغه لاره چې شا وخواه دوه زره کاله تاريخ لري، چې د ورېښمو لارې له اصلي مسير بلل کېږي. هغه مهال د بدخشان له کانونو د لاجوردو په ګډون د افغانستان ګران بيه کاڼي له همدې لارې اروپا، بالکان او د مديترانې هېوادونو ته صادرېدل.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement