د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګې ته د ليندۍ په څلورمه يوولس نوماند وزيران ورپېژندل کېږي

ولسي جرګې ته د ليندۍ په څلورمه يوولس نوماند وزيران ورپېژندل کېږي

Nov 15, 2017 - 16:46

کابل (پژواک، ٢٤ لړم ٩٦): ټاکل شوې چې د راتلونکې مياشتې په څلورمه نېټه، د حکومت لوړپوړي چارواکي د باور رايې اخيستو په موخه يوولس نوماند وزيران ولسي جرګې وروپېژني.

طارق شاه بهرامي د ملي دفاع نوماند وزير، فيض الله ذکي د کار او ټولنيزو چارو نوماند وزير، نرګس نهان د کانونو او پټروليم نوماندې وزيرې، محمد شفيق ګل اغا شېرزى د سرحدونو او قبايلو د نوماند وزير، حميد طهماسي د ترانسپورټ نوماند وزير، عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو د نوماند وزير، ويس برمک د کورنيو چار نوماند وزير، شهزادګل اريوبي د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ د نوماند وزير، يما ياري د فوايد عامې د نوماند وزير، مجيب الرحمن کريم د کليو او پراختيا نوماند وزير  او نصيراحمد درانى د کرنې او مالدارۍ نوماند وزير په توګه يادې جرګې ته ورپېژندل کېږي.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، چې دغه نوماند وزيران به د روان کال د راتلونکې ليندۍ مياشتې په څلورمه نېټه د باور رايې اخيستو په موخه ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون مشر قيس حسن له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، د حکومت له لوري د نوماند وزيرانو په توګه د يادو يوولسو کسانو اسناد جرګې ته سپارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، پرون د رييسانو کمېټې پرېکړه وکړه چې د حکومت د يوولسو نوماند وزيرانو معرفي د راتلونکې مياشتې د څلورمې نېټې په اجنډا کې شامله شوې ده.

حسن هيله څرګنده کړه، حکومت د پاتې وزارتونو لپاره هم چې اوسمهال د سرپرستانو له لوري پر مخ وړل کېږي، نوماند وزيران ور وپېژني.

د ويلو ده چې اوسمهال له يادو وزارتونو سربېره د بهرنيو چارو، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه هم د سرپرستاسو له لوري اداره کېږي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني او د پوهنې سرپرست وزير اسدالله حنيف بلخي هم د ولسي جرګې له لوري له دندې لرې کړل شوي دي. پر دې سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د پوهنې سرپرست وزير اسدالله حنيف بلخي پرون د يوه حکم پر بنسټ له خپلې دندې ګوښه او پر ځاى يې د دغه وزارت د اساسي ښوونو معين محمد ابراهيم شينوارى د سرپرست وزير په توګه پر دنده ګومارل شوى دى.

د يادولو ده  چې ولسي جرګې له دې وړاندې څو ځلې له حکومته غوښتنه کړې چې د سرپرست لرونکو وزارتونو لپاره نوماند وزيران ور وپېژني.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement