د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

احمدزى: زه ځان عزل نه ګڼم، بلکې دا ارګ کې د ځينو کړيو توطيه ده

احمدزى: زه ځان عزل نه ګڼم، بلکې دا ارګ کې د ځينو کړيو توطيه ده

Nov 16, 2017 - 18:08

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د ټاکنو خپلواک کمېسيون ګوښه کړل شوى رييس، ولسمشر د اساسي قانون پر نقض تورن کړ او ويې ويل  چې اشرف غني دى د ناسمو سلا-مشورو پر بنسټ ګوښه کړى، چې دا کار له قانونه پورته عمل دى.

نجيب الله احمدزى پرون د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د ټاکنو خپلواک کمېسيون د غړو د غوښتنې په ترڅ کې د ياد کمېسيون له رياست ګوښه کړل شو.

خو نوموړي، د ياد کمېسيون د کمېشنرانو په غوښتنه د ولسمشر له لوري د هغه ګوښه کول د اساسي قانون او ټاکنو کمېسيون خلاف عمل وباله او ويې ويل چې ولسمشر د کمېشنرانو د ناسمې مشورې له مخې؛ د هغه د ګوښه کولو ګام پورته کړى دى.

هغه زياته کړه: "زه ځان ګوښه شوى نه بولم، بلکې دا په ارګ کې د ځينو کسانو توطيه ده، چې د ټاکنو د ترسره کولو اراده نه لري."

د هغه په وينا، له تېر يوه کال راهيسې چې د يادې دندې مسووليت ورسپارل شوى و، په ارګ کې د يو شمېر څرګنده کړيو له لوري ورباندې فشار موجود و، او يادو کسانو غوښتل چې د دوى په خوښه کار وکړم.

احمدزي زياته کړه: "که چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شوى واى، اوس به پر خپل ځاى پاتې وم او هغو کمېشنرانو چې زما د ګوښه کولو غوښتنه ولسمشر ته لېږلې؛ ارګ کې د ځينو کړيو د فشار له امله کړې."

هغه زياته کړه، هغه مهال يې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره اړيکې لا ډېرې خړې شوې، چې ارګ کې يو شمېر کړيو د ټاکنو نه ترسره کولو غوښتنې پر ضد يې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان کړه.

 د  ټاکنو خپلواک کمېسيون ګوښه شوي رييس د خبرو په دوام کې وويل، چې پر اوسنيو کمېشنرانو بايد باور ونه شي؛ ځکه دوى يوازې د مشخصو کړيو لپاره کار کوي.

نوموړي، د دغه کمېسيون يو شمېر کمېشنران په قومي، سمتي، ژبنيو، سياسي ګوندونو او حکومتي کسانو پورې تړلي وبلل او ويې ويل  چې افغانان دې له دغو کمېشنرانو څخه  هيڅکله هم د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کېدو هيله نه لري.

احمدزي د خبرو په پاى کې د هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسيون کړنو ته په اشارې سره وويل، چې نوموړي په تېر يوه کال کې په بشپړې بې پلوۍ کارونه ترسره کړي او په دغه موده کې يې ډېرې لاسته راوړنې درلودې.

هغه څرګنده کړه چې په تېر يوه کال کې يې د کمېسيون په چارو کې ډېر مثبت بدلونونه رامنځته کړي او کمېسيون له شنډوالي د فعالېدو لوري ته راکش کړى او د لومړي ځل لپاره يې د سارک سازمان غړيتوب ترلاسه کړى دى.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement