د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غور د حج او اوقافو رياست اداري مدير له طالبانو سره يوځاى شوى

د غور د حج او اوقافو رياست اداري مدير له طالبانو سره يوځاى شوى

Nov 16, 2017 - 18:19

فيروزکوه (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د غور ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست اداري مدير له طالبانو سره يوځاى شوى دى.

 د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي پژواک خبري اژانس ته وويل، مولوي عبدالخالق حيدري څلور ورځې وړاندې د نامعلومو دليلونو له امله له طالبانو سره يوځاى شوى دى.

د هغه په وينا، د دغه ولايت د ملي امنيت رياست د هغه د نيولو هلې ځلې پيل کړې دي.

خطيبي ټينګار وکړ  چې د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست د اداري مدير يوځاى کېدل به د ولايت پر امنيتي وضعيت کوم ناوړه اغېز پرېنباسي.

 بلخوا د دغه ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رييس محمدشاه مجيدي دغه خبر تاييدوي، خو په دې اړه يې نور جزييات وړاندې نه کړل.

 مولوي عبدالخالق حيدري،د فيروزکوه ښار په شمال کې د غلمين سيمې اوسېدونکى دى. دغه سيمه له تېرو دوه مياشتو راهيسې  د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement