د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هلمند په مارجه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په مارجه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 19, 2017 - 15:39

لښکرګاه (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې ١٤ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي د لړم په ٢٨مه د پوځي شورا په غونډه کې وويل چې تېره ورځ په مارجې ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې تر اوسه ١٤ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، د دې عملياتو په لړ کې تر اوسه لويې لارې او يو شمېر نورې سيمې هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د احمدزي د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې تر اوسه افغان ځواکونو لسګونه کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ کړي دي.

دغه راز په دې غونډه کې د ۵۰۵ بست زون قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل وويل چې د يادو عملياتو لپاره د افغان امنيتي ځواکونو تر منځ اړينه همغږي شتون لري او د يو منظم پلان له مخې پر مخ روان دي.

وسله والو طالبانو د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې طالبانو په مارجې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ټانګونه په ماينونو الوځولي دي چې ګڼو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، د هلمند  باغران، دېشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو تر څنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسېر او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement