د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې د طالبانو یو زندان مات شوی

هلمند کې د طالبانو یو زندان مات شوی

Nov 19, 2017 - 10:54

لښکرګاه (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): په هلمند کې افغان او بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر يو زندان عمليات کړي او ٢٧ کسان يې ترې ازاد کړي، خو طالبان وايي چې  له دغه زندانه د جنايي جرمونو ترسره کوونکي ازاد شوي دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال جګړن عبدالقدير بهادرزي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو او بهرنيو ځواکونو په نوزاد ولسوالۍ کې پر يوه زندان عمليات کړي دي.

هغه وايي چې له دغه زندانه يې ٢٧ کسان ازاد کړي دي.

د بهادرزي د معلوماتو له مخې، په دغو زندانيانو کې دوه پوليس، څلور ماشومان او پاتې نور يې له دولت سره د همکارۍ په تور نيول شوي وو.

ده وويل چې د زندان ماتولو پر مهال نه جګړه شوې، نه څوک وژل شوي او نه هم څوک نيول شوي دي.

وسله وال طالبان هم ياده موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر جنايي زندان چاپه وهلې او زندانيان يې له ځان سره بیولي دي.

هغه وايي: ((د جنایي بندیانو پر یوه داسې محبس يې چاپه اچولې چې ۴۱ تنه جنایي بندیان یې چې د غلا، اختطاف، شخصي دعوو او نورو جرايمو په تور نیول شوي وو او قضایا یې په محاکمو کې تر څېړنې لاندې وې، خلاص کړي او له ځان سره یې وړي دي.))

احمدي وايي چې په دغه زندان کې د افغان دولت اړوند کوم کس زنداني نه و.

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم څو ځلې افغان امنيتي ځواکونو په هلمند کې د وسله والو طالبانو پر زندانونو چاپې وهلې او یو شمېر زندانيان يې ازاد کړي دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement