د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچې نه بدلېدونکې شمېره د اندېښنې وړ ده"

" افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچې نه بدلېدونکې شمېره د اندېښنې وړ ده"

Nov 25, 2017 - 17:25

کابل(پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې ادارې په هېواد کې له  ښځو سره د تاوتريخوالي کچې پر نه بدلون سخته اندېښنه څرګندوي او وايي چې په پراختيا، سوله او امنيت کې د ښځو د ظرفيت او استعداد غوړېدو لپاره بايد تاوتريخوالى پاى ته ورسېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر(يوناما) وايي چې له هر ډول تعبيض نه د پاک ژوند لرل د هرې افغان ښځې او نجلۍ حق دى.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ارګانونو نن له ښځو سره د تاوتريخوالي د نړيوالې ورځې د نمانځنې او د عامه پوهاوي لپاره د مهمو موضوعاتو په اړه د ١٦ ورځني فعاليت د کمپاين د پيل پرمهال ټينګار وکړ چې اوس هغه وخت را رسېدلى، څو دې موخې ته د رسېدو لپاره ټولې هڅې يو موټى شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو  وويل چې په افغانستان کې دې له ښځو سره تاوتريخوالى فورا ودرول شي. په پراختيا، سوله او امنيت کې دې د ښځو د ظرفيت او استعداد غوړېدو لپاره  د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول په ځانګړي ډول تاوتريخوالى پاى ته ورسول شي.

سرچينه وايي چې  له ښځو سره د تاوتريخوالي نړيواله ورځ(د نومبر ٢٥مه) هر کال د ملګرو ملتونو له لوري نمانځل کېږي  او  همدارنګه د جنست پر بنسټ د تاوتريخوالي ضد نړيوال کمپاين چې ١٦ورځې فعاليت دى، د پيل ورځ ده.

 د سږني کال کمپاين ته د((هېڅوک يوازې مه پرېږدئ)) شعار غوره شوى چې د ملګرو ملتونو د ٢٠٣٠تلپاتې پراختيا د اجنډا اهميت منعکسوي چې  له مخې يې د ښځو او نجونو پر ړاندې په عمومي او خصوصي فضا کې د هر ډول تاوتريخوالي له منځه وړلو ته ژمن دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي چې افغان دولت د ښځو چارو وزارت له لارې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د تاوتريخوالي مسايلو د عامه پوهاوي او عدالت غوښتنې پروګرامونه تر سره کوي چې دا کمپاين به د بشري حقونو تر نړيوالې ورځې(١٠ ډسمبر ) پورې دوام ولري.

له بلې خوا په افغانستان کې اروپايي ټولنه وايي چې په دې هېواد کې  له  ښځو سره د تاوتريخوالي په کچه کې د بدلون نه راتګ داندېښنې وړ دى.

 په خبرپاڼه کې چې کاپي يې پژواک ته رسېدلې، راغلي چې ٢٠١٧کال د افغان ښځو لپاره يو سخت کال و، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د تازه شمېرو له مخې، په دې کال کې د نورو کلونو په پرتله له ښځو سره تاوتريخوالي کې بدلون نه دى راغلى.

سرچينې زياته کړې چې له ياد شوي کمېسيون سره د ښځو د تاوتريخوالي په اړه ثبت شوې شمېرې سختې د اندېښنې وړ دي چې منل يې ګران دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو د نړيوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي له  ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې له افغان دولت نه د فوري او پام وړ اقداماتو غوښتنه کړې ده.

 په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي او د پلاوي مشر پيري مايدون وويل:((په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي تازه شمېرې ډېرې ناهيلې کوونکې دي. د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړل، د افغان دولت او نړيوالې ټولنې له عمده لومړيتوبونو دي او اړتيا ده چې په دې برخه کې ګړندي پرمختګونه رامنځته شي.))

هغه زياته کړه چې د ښځو د عمل، سولې او امنيت پروګرام بايد عملي شي، د سولې او ټاکنو په ګډون د ژوند ټولو سياسي او ټولنيزو برخو په ګډون پياوړى شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او تبعيض له منځه وړل د اروپايي ټولنې د بشري حقونو د پاليسي عمده لومړيتوبونه دي، څو په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالى ختم شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement