د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

راپور: په هېواد کې د مېرمنو پرضد تاوتريخوالى نه دى کم شوى

راپور: په هېواد کې د مېرمنو پرضد تاوتريخوالى نه دى کم شوى

Nov 25, 2017 - 18:53

کابل (پژواک،٤ليندۍ٩٦): د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کلنۍ راپور ښيي چې د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې د مېرمنو پروړاندې د تاوتريخوالي ٣٧٧٨قضيې ثبت شوې دي، چې د تېر کال په پرتلنه نه دي کمې شوې او لا هم د مېرمنو پرضد د تاوتريخوالي په اړه د معافيت کلتور واکمن دى.

د دې راپور جزئيات چې نن د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا خپاره شول، ښيي چې له ټولو ثبت شويو شمېرنو څخه،١٣٥١يې فزيکي او جسمي تاوتريخوالي جوړوي او ١٠٩٣موردونو کې يې لفظي او رواني تاوتريخوالي،١٧٦نورو موردونو کې يې جنسي تاوتريخوالي شاملېږي او نور يې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي په نورو موردونو کې شامل دي.

د دغه راپور له مخې، د فزيکي او جسمي تاوتريخوالي په اړه له ١٣٥١موردونو څخه، ١٠٠٣د وهلو ټکولو، ١٩موردونه د سوځولو،٤موردونه د بدن د غړو د پرې کولو،٥٤ موردونه د ټپي کېدو او ٢٢موردونه د زور کار او پاتې نور د فزيکي او جسمي تاوتريخوالو نور ډولونه دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي، دغه شمېرنې د روان کال په اوږدو کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالو د شکايت کوونکو او يا د هغوى د خپلوانو له خوا د کميسيون په ولايتي او ځايي دفترونو کې ثبت شوي چې له تېر کال سره چندان توپير نه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې سيما سمر چې نن يې په کابل کې د مېرمنو پرضد د تاوتريخوالي د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت په خبري غونډه کې خبرې کولې، په هېواد کې د مېرمنو پرضد د تاوتريخوالي په قضيو کې د معافيت کلتور د واکمن وضعيت له امله اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې دې موضوع دې پاملرنه زياته کړي.

نوموړې دغه راز وويل، سږ کال د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون له خوا پر نورو تاوتريخوالو سربېره، د ٢٣١مېرمنو د وژنې قضيې څېړلې دي او له دې څخه ١٢٠قضيې ناموسي وژنې دي چې د پلار او مېړه په شمول د کورنۍ د غړو له خوا ترسره شوې دي.

سمر زياته کړه، د مېرمنو د وژنې د قضيو له ٥٠سلنه ډېر عاملين نيول شوي او دوسيې يې د موظف څارنوال د پلټنو وروسته محکمې ته استول شوې؛ خو له بده مرغه چې نور دوى تښتېدلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې وويل، په کورنۍ کې د مېرمنو پرضد تاوتريخوالى، پر ماشومانو هم منفي اغېزه کوي او حکومت بايد د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي په قضيو کې د معافيت کلتور ختم کړي او په دې برخه کې ځواب ووايي.

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، نن د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د مېرمنو پرضد تاوتريخوالي او توپير په اړه يو بل راپور خپور کړ.

په دې راپور کې له ٦٥١مېرمنو چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې فعاليت کوي، په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې د مېرمنو د وضعيت او توپير په اړه مرکې شوې چې ٥٧٩يې پوليس،٦٠ د ملي اردو او ١٢د ملي امنيت ښځينه کار کوونکې شاملې دي.

په دې راپور کې ٤٩سلنه پوښتل شويو، له سړيو سره د وړتيا په لوړاوي کې د مساوي موکو د نه شتون، ٦٥سلنه يې له سړيو سره برابرو حقوقو او امتيازاتو ته له نه لاسسري، ٥٢سلنه يې د خپلو کاري برخو په اړه د پرېکړې نه نيولو په اړه اندېښې په ډاګه کړې دي.

د افغانستان د بشري حقوقو د کمېسيون مشرې وويل: "له ٦٥١پوښتل شويو څخه ٨٦يې ويلي چې د سترګک وهلو، لاس وهلو، د جامو او مخ د صفت په شان له يوډول ځورونې او توپير سره مخ دي. "

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement