يوه لور د پلار له خوا وژل شوې
يوه لور د پلار له خوا وژل شوې
ترینکوټ (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦): د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار يوه لور د پلار له خوا وژل شوې ده.
د اروزګان امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره شپه د ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ښځه پر مرمۍ لګیدلې او ژوند یې دلاسه ورکړى دى .
ده زياته کړه چې د پېښې څېړلو په موخه يې سيمې ته يو پلاوى لېږلى دى.
د اروزګان د ملکي روغتون یوي سرچیني پژواک ته وويل، تېره شپه ورته د ترینکوټ ښار څخه یوه نجلۍ وروړل شوې وه، چې لومړۍ ټپي خو وروسته یې ساه ورکړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پر نجلې د پلار له خوا د چره ييز ټوپک ډزې شوې او وژل شوې ده.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په ترينکوټ ښار کې د حکومتي ځواکونو او وسله و الو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
امنیه قوماندان رحمت الله صدیقي وایي چې په دې نښتو کې ۸ طالب وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور یې ټبیان دي.
د هغه په وینا، په دې جګړه کې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ