د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ډاکتر عبدالله: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید اساسي اقدامات وشي

ډاکتر عبدالله: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید اساسي اقدامات وشي

Nov 25, 2017 - 16:11

کابل (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۶): ډاکتر عبدالله وايي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی یوازې شعار نه، بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا لري او حکومت ژمن دی چې په عملي اقداماتو سره به په دغه حالت کې اساسي بدلون راولي.

د حکومت اجرائيه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن په کابل د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې چې د «راځئ هېڅوک هېر نه کړو» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، بيان کړې.

ډاکتر عبدالله غونډې ته په خپله وینا کې وویل، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده، نو د ټولنې د ټولو وګړو مسوولیت دی چې د دې پدیدې پر وړاندې ودرېږي.

هغه وویل: ((له بده مرغه چې موږ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د فجیع پېښو شاهدان يو، نو په دې صورت کې زموږ مسوولیت په مراتبو جدي او ډېر دی.))

نوموړي دغه راز زياته کړ چې په دې برخه کې ډېر ميکانیزمونه رامنځته شوي، د قوانینو د اصلاح په برخه کې پرمختګ شوی، خو ټولې ادارې هم په مرکزي او هم په ولایتي کچه باید د هغوی په پلي کولو کې مسوولیت احساس کړي.

د ډاکتر عبدالله په وینا، سالمه ټولنه هغه وي چې په جنسيتي لحاظ برابره او د ښځو پر وړاندې په کې تاوتریخوالی نه وي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې د ولسي تړون پروګرام په ګډون په ټولو ملي برنامو کې د ښځو وضعیت د بهبود او توانمندۍ لپاره پام شوی خو بیا هم د نننۍ ورځې په ویاړ هڅه کوي چې دا ونډه زیاته کړي.

اجرائيه رييس والیانو ته هدایت ورکړ چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې جدي ونیسي، د هغوی لپاره د کار کولو ښې زمینې برابرې کړي او هم ترې ملاتړ وکړي.

ډاکټر عبدالله وايي: ((په ټولو ادارو کې د ښځو لپاره د فعالیت او کار کولو د مناسبې زمینې برابرول حتمي دي، په ځانګړي ډول په امنیتي ادارو کې.))

نوموړې زياته کړه چې د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست باید په دې برخه کې کوټلي او جدي اقدامات وکړي. کورنیو ته باید دا ډاډ حاصل شي چې خپلو لوڼو او خویندو ته اجازه ورکړي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې فعالیت وکړي. دا ډاډ هغه مهال برابرېږي چې د کار کولو لپاره ښځو ته مناسب فرصتونه او زمینه برابره وي.

اجرائيه رييس په تېرو ١٦ کلونو کې شته لاسته راوړنو ته په اشارې وویل چې یو مهال پر افغانستان داسې رژیم حاکم و چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یې لاسته راوړنه بلله.

هغه زیاته کړه چې اوسنی وضعیت له شپاړسو کالو وړاندې سره د پرتلې وړ نه دی، خو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اوسنی وضعیت هم د منلو وړ نه دی.

هغه زیاته کړه چې د قوانینو پلي کول یوه مسئله ده، خو مهم ښځو ته د کار او فعالیت د سالمې فضا رامنځته کول دي چې حکومت ورته ژمن دی او ټولې ادارې باید په دې برخه کې اقدامات وکړي.

هغه په دې برخه کې د ملي شورا، مدني ټولنو، رسنیو او نورو فعالانو څخه مننه وکړه چې تل یې د ښځو د حقونو په اړه غږ پورته کړی او عدالت یې غوښتی دی.

ډاکتر عبدالله هیله وښوده چې د اوسني ١٦ ورځني کمپاین ډیالوګ او بحثونه لامل شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې ټول افغانان دخیل شي او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.

د هغه په وینا، د ټولو خلکو په برخې اخیستنې او دې مسئلې ته یې په پام راګرځولو سره کولای شو چې دا پدیده راکمه کړو.

نوموړي د افغان مېرمنو ستاینه وکړه چې له یوې خوا په سختو شرایطو کې ژوند کوي، له بلې خوا یې خپل زامن د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته د وطن او ناموس د ساتنې لپاره استولي او په خپله د خپلو وروڼو تر څنګ د هېواد د ابادۍ، رغونې او ثبات لپاره هڅې کوي.

په همدې حال کې د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري وویل چې نننۍ ورځ دې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د له منځه وړو لپاره پر ملي کمپاین بدله شي.

هغې زیاته کړه چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نه دي کمې شوې خو لاسرسی یې رسنیو او وزارت ته کم شوی دی.

د هغې په وينا چې ٨٧ سلنه مېرمنې په رواني، فزیکي او جنسي ډول له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

دلبر نظري فقر، بېسوادي او ناوړه دودونه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه یاد کړل او ویې ويل چې کابو اوولس سلنه مېرمنې له سواد برخمنې دي.

د ښځو چارو وزارت مسلکي او پالیسۍ مرستیاله سپوږمۍ وردګ په خپلو خبرو کې په داسې حال کې چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د تېر کال پر تله ۱۸۷ مورده کم وښود خو ویې ویل چې دغه کموالی په دې معنا نه دی چې د ښځو پر وړاندې په روان کال کې تاوتریخوالی کم شوی، بلکې عدلي مراجعو ته د یو شمېر کلیوالو ښځو نه لاسرسی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement